اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه په هغې كې اخيستل خرڅول شته، او نه څه دوستانه، او نه څه سفارش، او همدا كافران ظالمان دي (۲۵۴)
تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او پېروي یې کړې ده د هغه د پېغمبر، ولګوئ ځینې له هغه څه څخه چې مونږ تاسو ته درکړي له مختلفو حلالو مالونو څخه، مخکې له دې چې د قیامت ورځ راشي، پر دغه مهال اخیستل خرڅول نشته چې له لارې یې انسان خپل ځان لپاره ګټه ترلاسه کړي، او نه ملګرتیا شته چې ګټه به ورکړي ده ته په دې سخت وخت کې او نه واسطه شته چې تاوان به ورڅخه لرې کړي اویا به ګټه ور ورسوي مګر که الله اجازه وکړي د هغه چا لپاره چې خوښه یې شي او ور څخه راضي وي، او همدا کافران ظالمان دي په رښتیا سره د دوی د کفر له امله چې په الله تعالی یې کفر کړی دی.