سوره البقره (غویي) (آیت 255)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۵۵

اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۖ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ 255 ٢٥٥

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، په ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي۔، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى (۲۵۵)

تفسیر
الله هغه ذات دی چې نشته بل اله په حق سره د عبادت وړ، مګر همدا یوازې پرته له بل چا دی، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره داسې بشپړ ژوند چې نه پکې مرګ شته اونه پکې کمی شته، قیوم ذات[په خپل قیام کې چا ته محتاج نه دی یا په بل عبارت د کاملې پاملرنې خاوند دی] چې په خپل ذات ولاړ او له ټولو مخلوقاتو بې پروا دی، او ټول مخلوق د ده په ساتنه اوتدبیر ولاړ دي چې له ده څخه په هېڅ حال هم بې پروا کېدلی نه شي، الله تعالی باندې پرکالي نه راځي او نه ورباندې خوب راځي، او یوازې ده لره هغه څه دي چې په آسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، د هیچا په اختیار کې نشته چې د الله په دربار کې د چا لپاره سپارښتنه وکړي مګر پس د هغه له اجازې او خوښې څخه، او پوه دی الله په هغه تېر شوو کارونو د مخلوق چې واقع شوي، او په هغه کارونو چې په اینده کې راځي او تر اوسه نه دي واقع شوي، او مخلوق نه شي راګیرولای د الله تعالی د علم څخه هیڅ شی مګر هغه چې الله تعالی یې پخپله وغواړي او دوی ته د هغې اطلاع ورکړي، او راګیر کړی د ده څوکۍ -چې د الله د قدمونو ځای دی- اسمانونو او ځمکې لره سره د پراخوالي او لویوالي د دوی، او نه یې دی دروند کړی او نه یې په تکلیف کړی ساتنې د اسمانونو او ځمکې، او الله اوچت دی په اعتبار د ذات او د مرتبې او د غلبې سره او لوی دی پخپله پاچاهي کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ