سوره البقره (غویي) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۵

وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا ۙ قَالُوا هَٰذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ ۖ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 25 ٢٥

او زېرى وركړه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، چې یقینًا د دوى لپاره (داسې) جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، هر ځلې چې دوى ته له هغو (جنتونو) نه څه مېوه د خوراك لپاره وركړى شي، نو دوى به وايي: دا خو هماغه ده چې مونږ ته مخكې راكړى شوې وه، او دوى ته به هغه یو له بله مُشابه (یو شانته) وركول كېږي، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې ډېرې پاكې بیبیانې (ښځې) دي، او دوى به په دغو كې همېشه وي (۲۵)

تفسیر
نو لکه څنګه چې دا وړاندنی وعید (وېرونه) د کافرانو لپاره ؤ؛ نو (ای نبي) ته زېری ورکړه هغو مومنانو ته چې نېکې کړنې (عملونه) کوي په هغه څه چې دوی پرې خوشالېږي، چې هغه داسې جنتونه دي چې تر ماڼیو او ونو لاندې یې ویالې بهېږي او کله چې دوی د جنت د پاکو مېوو خوند وڅکي، نو د دنیا له مېوو سره د ډېر یوشان والي له کبله به وایي: دا د هغو میوو په څېر دي چې مونږ ته مخکې هم راکړل شوې وې او دوی ته به داسې مېوې وړاندې شي چې په نوم او بڼه (شکل) کې به یوشان وي، تر دې چې دوی به پرې رامنډې کړي د دې لپاره چې له وړاندې یې پېژندلې، خو دا (مېوې) به په خوند کې سره جلا وي او د دوی لپاره په دې جنتونو کې داسې مېرمنې (ښځې) دي چې له هغو ټولو (عیبونو) پاکې دي چې انساني نفس یې بد ګڼي، او له هر هغه څه څخه به هم پاکې وي چې په دنیا کې د ښځو اړوند زړه بداوی راولي او دوی به همېشنیو نعمتونو کې وي، نه د دنیا دنعمتونو په څېر چې تر یوې مودې وي (چې بیا بندېږي).

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ