سوره البقره (غویي) (آیت 262)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۶۲

الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى ۙ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 262 ٢٦٢

هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي، خاص د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي اونه به دوى غمژن كېږي (۲۶۲)

تفسیر
هغه کسان چې لګوي خپل مالونه د الله په طاعت او رضا کې او بیا د هغه لګول شوي مال پسې هغه څه نه کوي چې دده ثواب بربادوي په وینا او کړنې سره، د داسې خلکو لپاره به ثواب وي د دوی د رب په نزد، او نه به وي ویره پر دوی په راتلونکې کې او نه به غمجن شي په هغه څه پسې چې مخکې تیر شوي، ځکه چې په لویو نعمتونو کې به وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ