ښه خبره كول، او بخښنه كول، ډېر غوره دي له هغه خیرات نه چې په هغه پسې تكلیف (تنګول) راځي، او الله ډېر بې پروا، ډېر تحمل والا دى (۲۶۳)
تفسیر
عزتمنده وینا چې د يو مومن زړه ته خوشحالي بخښي، او هغه چا ته بخښنه کول چې له تا سره یې بد کړې وي غوره دي له هغه خیرات څخه چې ورپسې ځورونه وي په زبان سره په هغه چا چې خیرات ورکوې، او الله بې پروا دی له خپلو بنده ګانو څخه، او صبرناک دی سمدلاسه چا ته سزا نه ورکوي.