سوره البقره (غویي) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۶

إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا مَا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًا ۘ يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ 26 ٢٦

بېشكه الله د هېڅ مثال په بیانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، یا كه له ده نه د زیات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ایمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې یقینًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېرخلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدایت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان (۲۶)

تفسیر
بېشکه الله تعالی په هېڅ ډول مثال بیانولو چې خوښه یې شي نه شرمېږي، نو کله ماشی په مثال کې راوړي او یا له دې هم غټ او یا وړوکی او خلک د دې پر وړاندې دوې ډلې وي: مومنان او کافران، نو هغوی چې مومنان وي نو ریښتينې ګڼي او پوهېږي چې د دې مثال تر شا لوی حکمت پروت دی او هغوی چې کافران دي نو د ټوکو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي چې ولې الله تعالی د دې معمولي او سپکو شیانو مثال بیانوي؟ لکه ماشی، مچ، غڼه (جولا) او داسې نور، نو د الله تعالی له خوا ورته داسې ځواب دی: بېشکه په دې مثالونو کې د خلکو لپاره ډېرې لارښوونې، هدایتونه او ازمیښتونه دي، پس ځېنې هغه دي چې الله تعالی یې په همدې مثالونو ګمراه کوي، ځکه چې فکر پرې نه کوي او مخ ترې اړوي، چې داسې خلک ډېر دي. او ځېنې نور هغه (کسان) دي چې الله تعالی ورته هدایت وکړي، ځکه چې دوی له دې مثالونو څخه پند اخلي او دوی هم ډېر دي او (الله) نه ګمراه کوي په دې مثالونو باندې مګر هغه خلک چې د ګمراه کولو وړ وي او دا هغه خلک دي چې د الله تعالی له طاعت څخه وتلي وي؛ لکه منافقان.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ