سوره البقره (غویي) (آیت 275)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۲۷۵
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا ۚ فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَىٰ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى۔، پس چا ته چې د خپل رب له جانبه نصیحت راغى، نو دى (فوراً) منع شو، نو د ده لپاره هغه څه (معاف) دي چې مخكې تېر شوي دي او د ده معامله الله ته حواله ده، او كوم كس چې (سود ته) بېرته راوګرځي، نو دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي (۲۷۵)
تفسیر
هغه کسان چې سودي معامله کوي او اخلي يې، هغوی به د قيامت په ورځ له قبرونو يې داسې پورته کيږي لکه شیطان چې لمس کړي وي، له قبره به يې پورته کيږي داسې ګډوډ به ځي لکه سرګزنی چې وي په ولاړېدو او لوېدو کې به ګډوډ کيږي، ځکه چې هغوی سود روا ګڼلی وو، هغوی د سود او هغې سودا ترمنځ توپیر ونه کړ چې الله روا کړې وه، هغوی ويل: سودا خو په رواوالي کې لکه سود داسې ده، ځکه هر يو د مال د زياتوالي او ډېروالي لامل کيږي، الله پر هغوی رد وکړ، قياس يې ور باطل کړ، درواغجن يې وبلل او دا خبره يې بيان کړه چې الله تعالی سودا روا کړې ده، ځکه په هغې کې عام او خاص ګټه ده او سود يې ناروا کړی دی، ځکه په هغه کې ظلم او له بدلې پرته په ناحقه د خلکو مالونه خوړل دي؛ نو چاته چې يې د پالونکي له لوري نصيحت راغی چې په هغو کې له سود څخه منع او وېرول و، هغه ترې منع شو او الله ته يې ترې توبه واېستله؛ نو هغه لره هغه سود دی چې مخکې يې اخېستی دی او د هغو په اړه پرې کومه ګناه نشته او په راتلونکي کې به يې معامله له الله سره وي، او څوک چې بيا سود اخېستلو ته ور وګرځېدلو وروسته له دې چې د الله له لوري نهي ورته ورسېدله او حجت پرې قائم شو؛ نو هغه اور ته د ننوتلو او په هغه کې د تلپاتې کېدو وړ دی او له دغه تلپاتې کېدو څخه موخه داده چې سود خوړونکی سود روا وګڼي او يا ورڅخه موخه زيات پاتې کېدل دي، ځکه تل پاتې کېدل يوازې د کافرانو لپاره دي، د توحيد والا په دوزخ کې تل نه پاتېږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: