سوره البقره (غویي) (آیت 282)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۸۲

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ ۚ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ ۚ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا ۚ فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ ۚ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ ۖ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَىٰ ۚ وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا ۚ وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰ أَجَلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَىٰ أَلَّا تَرْتَابُوا ۖ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا ۗ وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ ۚ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ ۚ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 282 ٢٨٢

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یوله بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ۔ او ستاسو په مينځ كې دې لیكونكى په انصاف سره لیكل وكړي، او لیكونكى دې له لیكلو نه انكار نه كوي؛ لكه څنګه چې الله ده ته ښودنه كړې ده، نو هغه دې لیكل وكړي، او هغه كس دې اِملاء (اقراري عبارت) ووايي؛ په چا باندې چې حق دى، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او له هغه (حق) نه دې هېڅ شى نه كمَوي، بیا كه چېرې هغه كس، په چا باندې چې حق دى؛ ناپوه وي، یا (بدني) كمزورى وي، یا پخپله د اِملاء (عبارت) ویلو طاقت نه لري، نو د هغه وَلي (واكدار) دې په انصاف سره املاء ووايي۔ او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ۔، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې (دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي او ګواهان دې انكار نه كوي؛ چې كله هم راوبلل شي او د خپلې نېټې پورې (د هغه قرض) په لیكلو باندې مه تنګېږئ؛ لږ وي، یا كه ډېر وي، دا د الله په نیز ښه انصاف (والاكار) دى او ګواهۍ لره ښه درست ساتونكى دى او ډېر قریب دى دې ته چې تاسو به شكمن نشئ۔ مګر دا چې دا (معامله) لاس په لاس سودا وي چې تاسو هغه په خپل مينځ كې نغده اخلئ راخلئ، نو پر تاسو باندې څه ګناه نشته چې دا (شان معامله) و نه لیكئ۔ او كله چې په خپل مينځ كې اخيستل خرڅول كوئ (نو) ګواهان ونیسئ۔ او ضرر دې ونه رسول شي لیكونكي ته او نه ګواه ته او كه تاسو (داسې) وكړئ، نو یقینًا دا نافرماني (ګناه) ده چې په تاسو پورې (نښتې) ده۔ او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى (۲۸۲)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې، کله چې راکړه ورکړه په پور سره کوئ، دا چې ځینې ستاسو ځینو نورو ته تر یوې ټاکلې مودې پورې پور ورکړي نو ویې لیکئ، او لیکل دې وکړي ستاسو تر منځ یو لیکونکې په حقه او انصاف سره، چې د شریعت سره سم وي، او لیکونکی دې انکار نه کوي د پور د لیکلو څخه چې سم وي د هغه څه سره چې الله تعالی ده ته کوم لیکل ور ښوولي دي په انصاف سره، پس ودې لیکې هغه څه چې وایې یې ورته هغه څوک چې په هغه حق دی، د دې لپاره چې لیکل اقرار شي دده، او ودې ویریږې د الله څخه چې رب دده دی، او د پور څخه دې نه په اندازه او نه په نوعیت او کیفیت (څرنګوالی) کې څه کموي، که چیرې هغه کس پر چا چې حق وي درست تصرف نه شي کولای، او یا کمزوری وی د وړوکتوب او یا لیونتوب له کبله، او یا د ګونګوالي له کبله املاء (بیان) نه شي کولای او یا داسې نور څه وي، نو بیا دې د ده پر ځای د ده ولي بیان وکړي هغه چې مسؤول دی په حق او انصاف سره، او ولټوئ ګواهي د دوو عقلمندو عادلانو نارینه و، که دوه نارینه ونه موندل شول بیا یو سړی او دوه ښځې په ګواهۍ ونیسئ چې له دیندارۍ او امانتدارۍ یې تاسو خوښ یاست، دې لپاره چې که یوه ښځه یې له یاده وباسي نو بله به یې ور په یاد کړي، او ګواهان دې د ګواهۍ ورکولو څخه نه په شا کېږي کله چې له دوی څخه د پور په اړه ګواهي ورکول وغوښتل شي، او په دوی ګواهي ورکول لازم دي کله چې دوی ورته را وبلل شي، او ستړې دې نه کړي تاسو لره لیکل د پور که لږ وي یا ډیر وي تر ټاکلې نېټې پورې، دا پور د الله تعالی په شریعت کې د انصاف کار دی، او کامل حجت دی د ګواهۍ په ورکولو کې، او خورا زیات نږدې دی د شک له مینځه وړلو کې د نوعیت او اندازې او نیټې له اړخه، مګر که وي یو تعامل په مینځ ستاسو کې په یو سوداګرئ په داسې حال کې چې پیسې او سامان دواړه حاضر وي؛ په دغه وخت کې که تاسو لیکل ونه کړئ نو پر تاسو څه ګناه نشته ځکه چې ضرورت د لیکلو نشته، اوجائز کړي الله تعالی ستاسو لپاره ګواهان نیول د دې لپاره چې د اختلاف لاملونه رامنځته نه شي، او جائز ندي ځورول د لیکونکو او ګواهانو، او ګواهانو او لیکونکو ته هم روا ندی چې وځوروي هغه څوک چې ور څخه دلیکلو او یا ګواهۍ ورکولو غوښتنه کوي، او که چیرې واقع شو ستاسو څخه ځورول، نو یقینا دا ځورول د الله د فرمانبردارۍ څخه نافرمانۍ ته وتل دي، نو ای مومنانو! د الله څخه وویریږئ- په منلو د هغه د اوامرو، او په ځان ساتلو د هغه دنواهیوڅخه، او ښوونه کوي الله تاسې ته د هغه څه چې په هغې کې ستاسو د دنیا او اخرت پیاوړتیا ده، او الله تعالی په هر شي پوه دی او هیڅ شی له هغه پټ پاتې نه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ