سوره البقره (غویي) (آیت 286)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۸۶

لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ 286 ٢٨٦

او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغه له وَس سره سم، همده لپاره دي څه نېكۍ چې ده كړي دي او په همدغه (نفس) باندې دي څه (ګناهونه) چې ده كړي دي۔ اى زمونږه ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړو، اى زمونږه ربه! او په مونږ باندې بوج مه ږده؛ لكه څنګه چې تا هغه (بوج) ایښى و په هغو خلقو باندې چې له مونږ نه مخكې وو، اى زمونږه ربه! او پر مونږ باندې داسې څه مه راباروه چې پر مونږ كې د هغو (د اوچتولو) هېڅ طاقت نه وي ۔او مونږ ته معافي وكړه او مونږه وبخښه او پر مونږ رحم وكړه، هم ته زمونږ كارساز يې، نو د كافر قوم په خلاف ته زمونږ مدد وكړه (۲۸۶)

تفسیر
الله تعالی هیڅوک نه مکلف کوي مګر په هغومره کړنو چې وس یې لري؛ ځکه چې د الله دین په اسانتیا ولاړ دی، سختي پکې نشته، پس چا چې د خیر کار وکړ ده لره د خپل عمل نیکه بدله ده، هېڅ هم ترې نه کمېږي، او چا چې بد کار وکړ ده لره د خپل بد عمل او ګناه سزا ده، بل څوک یې ترېنه نشي بارولی، او پېغمبر او مومنان وایي: ای زمونږ ربه! مونږ ته سزا مه راکوه که چېرې له مونږ څخه څه هېر شو او یا تېروتلو په کړنه یا وینا کې بې له قصده، ای ربه زمونږ! مونږ مه مکلف کوه په هغه څه چې پر مونږ درانده تمامېږي او مونږ یې وس نلرو، لکه چې تا مکلف کړي و له مونږ څخه مخکې خلک، کومو ته چې تا د هغوی د ظلم له کبله سزا ورکړې وه لکه یهود، او مه باروه پر مونږ هغه اوامر او نواهي چې مونږ ته سخت وي او وس یې نلرو، او زمونږ د ګناهونو څخه راته تېر شه، او مونږ وبخښه، او په خپل فضل سره پر مونږ رحم وکړه، ته زمونږ دوست (واکدار) او مرستندوی یې، پس مرسته مو وکړه او بری راکړه په کافر قوم باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ