څنګه تاسو له الله نه منكرېږئ، حال دا چې تاسو نِشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو راژوندي كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ستنولى شئ (۲۸)
تفسیر
ای کافرانو! ستاسې هم ناآشنا کړنې دي! څنګه تاسو په الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې د الله تعالی د ځواک نښې په خپلو ځانونو کې وینئ، بېشکه تاسې هيڅ نه وئ، نو تاسو یې پیدا او ژوندي کړئ، بیا به مو هماغه (الله) په دوهم ځل مړه کړي، بیا به مو په دوهم ژوند سره را ژوندي کړي، بیا به بېرته هغه ته د دې لپاره ورګرځئ چې د هغه څه حساب درسره وکړي چې تاسو وړاندې کړي دي.