همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پیدا كړل چې په ځمكه كې دي، بیا يې پورته قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه په هر شي ښه عالم دى (۲۹)
تفسیر
او يوازې الله هغه - ذات - دی چې ستاسو لپاره يې ټول هغه څه پيداکړي دي کوم چې په ځمکه کې دي له: نهرونو، ونو او داسې نور څه چې نه شمېرل کيږي او تاسو ترې ګټه اخلئ او له هغه څه ګټه پورته کوئ چې ستاسو لپاره يې اېل کړي دي، بيا يې د آسمان پيداکولو اراده وکړه؛ نو اووه برابر آسمانونه يې پيداکړل او هغه، همغه ذات دی چې پوهه یې پر هرڅه چاپېره شوې ده.