سوره البقره (غویي) (آیت 31)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۳۱
وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
او ادم ته يې ټول نومونه وښودل، بیا يې هغه ملايكو ته وړاندې كړل، نو ويې ويل: ما د دوى په نومونو خبر كړئ كه تاسو (په خپله خبره كې) رښتوني یئ (۳۱)
تفسیر
او د آدم عليه السلام د مرتبې ښکارولو لپاره الله هغه ته د ټولو شیانو نومونه له څارويو، جامدو او نورو شيانو څخه له الفاظو او معناګانو سره ور وښودل، بيا يې دغه نومول شوي شيان پر پرېښتو وړاندې کړل، په دې ويلو سره چې نومونه يې را وښيئ، که چېرې تاسې په هغه څه کې رېښتني وئ چې تاسو يې واياست چې تاسو له دغه مخلوق څخه درانه او غوره ياست.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: