سوره البقره (غویي) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۴۶

الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ 46 ٤٦

هغه كسان چې یقین كوي چې بېشكه دوى د خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او دا چې بېشكه دوى خاص د هغه په طرف واپس ورتلونكي دي (۴۶)

تفسیر
او دا ځکه چې همدا خلک پر دې باور لري چې دوی خپل رب ته ورځي او هغه سره د قیامت په ورځ ملاقات کوونکي دي او بېشکه دوی الله تعالی ته د خپلو کړنو د بدلې لپاره ور ګرځېدونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ