سوره البقره (غویي) (آیت 50)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۵۰
وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنْجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ
اوكله چې مونږ ستاسو لپاره سمندر څيرې كړ او تاسو ته مو خلاصى دركړ او فرعونیان مو ډوب كړل او تاسو كتل (۵۰)
تفسیر
او زمونږ له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو ته مو پکې وچې لارې جوړې کړې، تر څو تاسې پر هغو لاړ شئ، نو تاسو مو وژغورلۍ او ستاسې پر وړاندې مو ستاسو دښمن فرعون او د هغه پیروان په اوبو کې ډوب کړل چې تاسو ورته کتل.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: