او كله چې مونږ موسٰی ته كتاب او فرقان (حق او باطل سره بېلونكى) وركړ، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ (۵۳)
تفسیر
او له هغو نعمتونو څخه دا هم په یاد ولرئ چې مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړ چې د حق او باطل تر منځ بېلونکی او د لارښوونې (هدایت) او ګمراهۍ تر منځ جلا کوونکی کتاب دی، ښایي د دې پر مټ حق لارې ته لاړ شئ.