سوره البقره (غویي) (آیت 55)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۵۵

وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَىٰ لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ 55 ٥٥

او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل (۵۵)

تفسیر
او یاد کړئ هغه وخت چې کله ستاسو پلرونو په ډېرې بې باکۍ (جسارت) موسی علیه السلام ته وویل: هېڅکله به مونږ ستا پر خبرو باور ونه کړو ترهغو چې الله په ښکاره ونه وینو، چې له مونږ څخه پټ نه وي، نو یوه سوزونکی اور را ونغاړلئ، او ویې ووژلئ چې تاسې یو بل ته کتل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ