سوره البقره (غویي) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۶۵

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ 65 ٦٥

او یقینًا یقینًا هغه خلق تاسو ته معلوم دي، چې له تاسو ځنې يې د خالي د ورځې په هكله زیاتى كړى و، نو مونږ هغوى ته وویل: تاسو ذلیله بیزوګان (شادوګان) شئ (۶۵)

تفسیر
او تاسي د خپلو مشرانو په اړه داسې خبر یاست چې هېڅ شک په کې نشته؛ کله چې دوی د شنبې په ورځ په ښکار تېری وکړ چې په دغه ورځ په دوی ښکار حرام شوی ؤ، نو دوی ورته حیله جوړه کړه چې جالونه به یې د شنبې په ورځ ودرول او بیا به یې د یکشنبې په ورځ راویستل؛ نو الله تعالی له دوی څخه د حیلې کولو په سبب ذلیله بېزوګان جوړ کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ