سوره البقره (غویي) (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۷۸

وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ 78 ٧٨

او په دوى كې ځینې اَمیان دي، په كتاب نه پوهېږي، مګر په تشو بې دلیله ارزوګانو، او دوى يواځې تش ګمانونه كوي (۷۸)

تفسیر
او د یهودیانو یوه ډله ده چې په تورات نه پوهېږي، مګر دا چې له مخې یې لولي او په معنا یې نه پوهېږي، او دوی سره له دروغو پرته بل څه نشته چې له خپلو مشرانو یې تر لاسه کړي، دوی ګومان کوي چې دا هغه تورات دی کوم چې الله تعالی نازل کړی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ