سوره البقره (غویي) (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۸۱

بَلَىٰ مَنْ كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 81 ٨١

ولې نه! چا چې بدي وكړه او په ده خپله ګناه راچاپېره شوه، نو همدغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې تل ترتله وي (۸۱)

تفسیر
داسې هم نده لکه څنګه چې دوی ګومان کوي؛ پس بېشکه الله تعالی هر هغه چاته سزا ورکوي چې د کفر ګناه یې کړې وي او ګناهونه ترې له هرې خوا را چاپېره شوې وي او دوی ته د دوزخ په داخلېدو سزا ورکوي او هلته به تل پاتې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ