سوره البقره (غویي) (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۸۳

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ 83 ٨٣

او كله چې مونږ د بني اسرائیلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور او پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او یتیمانو او مسكینانوسره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بیا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږكسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي یئ (۸۳)

تفسیر
اې بني اسرائيلو هغه ټینګه ژمنه در په ياد کړئ چې له تاسو مو واخېستله، چې الله به يو بولئ او له هغه سره به د هيچا عبادت نه کوئ او دا چې له مور اوپلار، خپلوانو، يتيمانو، اړمنو او بې وزلو سره به ښه کوئ او خلکو ته به پرته له توندۍ او سختۍ د نېکۍ د امر کولو او له ناروا د راګرځولو سره ښې خبرې کوئ او په هغه ډول به لمونځ کوئ چې امر مې درته کړی او د زړه په خوښه به وړخلکو ته زکات ورکوئ، بيا له دغې ژمنې وروسته چې درڅخه اخېستل شوې وه، تاسو پر هغې له درېدلو وګرځېدلاست، مګر هغه څوک چې الله له تاسو څخه ساتلي وو؛ نو هغه د الله په ژمنه او تړون وفا وکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ