سوره البقره (غویي) (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۹۶

وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَىٰ حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا ۚ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَنْ يُعَمَّرَ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ 96 ٩٦

او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زیات د ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم (زیات حرصناك)، د دوى (د یهودیانو) هر یو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زركاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې (دومره) عمر وركړى شي، او الله هغه څه لره ښه لیدونكى دى چې دوى يې كوي (۹۶)

تفسیر
اې پیغمبره! ته به هرومرو یهودیان په ژوند باندې تر نورو خلکو زیات حریصان بیامومې که هر څومره یې سپک ژوند هم وي، بلکې د هغو مشرکانو څخه هم دوی پر ژوند ډېر حریصان دي چې په قیامت او حساب باور نه لري، او حال دا چې دوی په قیامت او حساب باور هم لري؛ خو دوی هر یو خوښوي چې زرو کالو ته یې عمر ورسي او دا اوږد عمر دوی د الله تعالی له عذاب څخه لرې کولای نه شي که هر څومره وي او الله تعالی د دوی د کړنو څارونکی او لیدونکی دی، هیڅ هم ترې پټ نه دي او د ټولو سزا به ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ