سوره البقره (غویي) (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۹۸

مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ 98 ٩٨

هر څوك چې د الله دښمن دى او د هغه د ملايكو او د هغه د رسولانو او د جبریل او د میكائیل، نو یقینًا الله د كافرانو دښمن دى (۹۸)

تفسیر
څوک چې د الله او د هغه د پرښتو دښمن وي، او د هغو دوه نږدو پرښتو چې جبریل او میکائیل دي دښمن وي؛ نو بېشکه الله تعالی ستاسو او نورو کافرانو دښمن دی، او الله تعالی چې د چا دښمن شو نو هغه په ښکاره تاوان کې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ