سوره طه (آیت 100)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
20
طه(طه)، آیت ۱۰۰
مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا
هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ (د عذاب) بار پورته كوي (۱۰۰)
تفسیر
چا چې مخ واړوه لدې قرآن کریم څخه کوم چې په تا باندې نازل شوی او ایمان یې پرې رانه وړ، او په هغه څه یې عمل ونه کړ کوم چې په دې کې دي؛ نو دا به د قیامت په ورځ راځي په داسې حال کې چې باروونکی به وي ډیرې لویې ګناه لره، او د دردناک عذاب مستحق به وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: