سوره طه (آیت 121)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
20
طه(طه)، آیت ۱۲۱
فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ ۚ وَعَصَىٰ آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَىٰ
نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده (۱۲۱)
تفسیر
پس خوراک وکړ ادم او حواء د هغې ونې نه چې دا دواړه یې د خوراک نه منعه شوي وو، نو ښکاره شو دې دواړو ته عورتونه د دوی وروسته له دې نه چې پټ وو، او شروع شول دا دواړه چې راشکولی یې پاڼي د جنت د ونو نه، او په دې سره یې خپل عورتونه پټول، او خلاف وکړ ادم د حکم د رب خپل ځکه چې د هغه حکم یې عملي نه کړ په ځان ساتلو سره د خوراک د دغې ونې نه، نو تجاوز یې وکړ هغه څه ته چې ده لره نه وو جاېز.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: