سوره طه (آیت 135)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۳۵

قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَىٰ 135 ١٣٥

ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده (۱۳۵)

تفسیر
ووایه -ای پېغمبره- دې دروغجنانو ته: هر یو زمونږ او ستاسې څخه انتظار کوونکی دی د هغه څه چې الله تعالی به یې تر سره کوي، نو تاسې هم انتظار وباسئ، پس زر دی چې تاسې به پوه شئ -خامخا- چې څوک دی د سمې لارې والا، او څوک په هدایت باندې روان دي: مونږ او که تاسې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ