سوره طه (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۱۵

إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَىٰ 15 ١٥

بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي (۱۵)

تفسیر
یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا او واقع کیدونکی دی، نږدی ده چې زه پټ کړم دې لره نو د دې د قاېمېدلو وخت هیڅ مخلوق نه پیژني، خو لیکن د دې علامې پیژني ځکه چې پېغمبر دوی په دې باندې خبر کړي؛ هر یو نفس ته به د هغه په عمل بدله ورکیدلی شي، که خیر وي او که شر.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ