سوره طه (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۳۹

أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ ۚ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَىٰ عَيْنِي 39 ٣٩

چې ته (اى مورې د موسٰی) دا (موسٰی) په تابوت (صندوق) كې واچوه، بیا دغه (صندوق) په سیند كې وغورځوه، نو دغه (صندوق) لره دې سیند په ساحل كې وغورځوي، چې دغه (موسٰی) لره ونیسي زما دښمن او د ده دښمن او ما په تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي (۳۹)

تفسیر
نو یقینا مونږ ورته امر کړی و کله چې ورته مونږ الهام کاوه: چې وغورځوه دې لره وروسته د پیدایښت د هغه نه په صندوق کې، او وغورځوه دا صندوق په دریاب کې، نو وبه غورځوي یې دریاب په غاړه زمونږ په امر، نو راوبه نیسې دې لره دښمن زما او دښمن د هغه، او هغه فرعون دی، او اچولې ما په تا باندې مینه او محبت زما له طرفه، نو خلکو تا سره مېنه پیداکړه، او د دې لپاره چې ستا پالنه زما د سترګو په وړاندې وشي او زما په حفاظت کې وشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ