سوره طه (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۵۴

كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَىٰ 54 ٥٤

تاسو يې خورئ او خپل څاروي (په كې) څروئ، بېشكه په دغو (شیانو) كې د عقل والاو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي (۵۴)

تفسیر
خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې راویستلي مونږ تاسې لره د پاکو شیانو نه، او څروئ په دې کې خپل څاروي، بېشکه په دې ذکر شویو نعمتونو کې خامخا دلیلونه دی د الله تعالی په قدرت او یووالي باندې د عقلونو والاو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ