سوره طه (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۵۸

فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى 58 ٥٨

نو مونږ به خامخا ضرور تا ته د دغه (سحر) په مثل سحر راوړو، نو ته زمونږ په مینځ كې او په خپل مینځ كې یوه وعده مقرره كړه چې نه به مونږ د هغې مخالفت كوو او نه ته۔، داسې ځاى چې مساوي (هوار) وي (۵۸)

تفسیر
نو خامخا رابه وړو مونږ تاته -ای موسی- جادو ستا د جادو په شان، نو مقرر کړه زمونږ او ستا ترمنځ یوه نیټه په معلوم وخت کې او معلوم ځای کې، چې نه به وروسته کیږو مونږ د هغې نه او ته به هم د هغې نیټې څخه نه وروسته کیږې، او دا ځای باید د دواړو ترمنځ وي او هموار هم وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ