سوره طه (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۷۱

قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۖ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَىٰ 71 ٧١

(فرعون) وویل چې تاسو د ده تصدیق وكړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دى یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې سحر (جادو) ښودلى دى، نو زه به خامخا ضرور ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادل بدل پرې كوم او زه به خامخا ضرور تاسو د كجور په تنو كې په دار كوم او تاسو به خامخا ضرور پوه شئ چې په مونږ كې كوم یو د عذاب وركولو په لحاظ ډېر سخت دى او ډېر باقی پاتې كېدونكى دى (زه او كه موسٰی) (۷۱)

تفسیر
فرعون وویل په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په جادوګرانو د هغوی د ایمان د وجې، او ګواښ کوونکی و هغوی ته: آیا تاسې ایمان راوړی په موسی باندې مخکې د دې نه چې زه تاسې ته اجازه وکړم په دې کار سره؟! بېشکه موسی ستاسې مشر دی -ای جادوګرانو- هغه چې تاسې ته یې جادو درښودلی، نو پس خامخا به زه پرې کړم د هر یو کس ستاسې نه یوه پښه او لاس ادل بدل، او خامخا په سولۍ به کړم (ځوړند به کړم) بدنونه ستاسې د کجورو په تنو پورې تر دې چې تاسې مړه شئ، او د نورو خلکو لپاره عبرت شئ، او په دغه وخت کې به تاسې پوهه شئ چې کوم یو زمونږ څخه د ډیر قوی او همیشني عذاب والا دی: زه او که د موسی رب؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ