بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره۔ او تل پاتې كېدونكى دى (۷۳)
تفسیر
بېشکه مونږ ایمان راوړی په خپل رب باندې امید دی چې لری به کړي زمونږ نه زمونږ پخواني ګناهونه د کفر او نورو نه، او لرې به کړي زمونږ نه ګناه د جادو هغه چې تا یې مونږ په یادولو مجبوره کړي وو په موسی باندې د کامیابۍ لپاره، او د الله تعالی سره غوره بدلې دي د هغه څه نه چې تا پرې مونږ سره وعدې کړي، او د هغه عذاب ډیر همیشنی دی د هغه عذاب نه چې تا پرې مونږ ته ګواښ کړی.