سوره طه (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




20 طه(طه)، آیت ۷۵

وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَٰئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَىٰ 75 ٧٥

او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (، نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي (۷۵)

تفسیر
او هغه څوک چې راشي خپل رب ته د قیامت په ورځ په داسې حال کې چې ایمان لري په هغه باندې او بېشکه کړي یې وي نیک عملونه، نو همدغه کسان چې دا لوی صفات لري یوازې دوی لره دي لوړې مرتبې، او اوچتې درجې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ