سوره طه (آیت 94)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
20
طه(طه)، آیت ۹۴
قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي ۖ إِنِّي خَشِيتُ أَنْ تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي
ده وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما سره، بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل (۹۴)
تفسیر
او هر کله چې موسی-علیه السلام- د خپل ورور ږېره او د سر وېښتان ونېول او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په هغه باندې د هغه د دې کار په وجه؛ هارون -علیه السلام- ورته وویل په داسې حال کې چې د هغه نه یې د مهربانۍ او نرمۍ غوښتنه کوله: زما ږېره او د سر ویختان مه نېسه، ځکه زما سره یو عذر شته زما د پاتي کېدلو د هغوی سره، نو بېشکه زه ویرېدلم که دوی یواځې پريږدم نو دوی به یو بل سره اختلاف پیداکړي، نو ته به بېا وایې: تا د دوی ترمنځ اختلاف پیداکړی، او د دوی باره کې دې زما وصیت نه دی ساتلی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: