ده وویل: نو ته ځه! پس بېشكه تا لره په ژوندن كې دا دي چې ته به وايې: (په ما) مه لګېږئ، او بېشكه تا لپاره د وعدې یو وخت دى چې له تا سره به د هغې وعدې هېڅ خلاف ونه كړى شي، او ته خپل هغه معبود ته وګوره چې ته په (عبادت) د ده باندې محكم ولاړ وې، مونږ به دى خامخا ضرور سوځوو، بیا مونږ دى په سمندر كې بادوو، بادول (۹۷)
تفسیر
موسی -علیه السلام- سامري ته وویل: لاړ شه ته نو یقېنا تا لره دا خبره ده چې ته به وایې تر څو چې ته ژوندی یې: نه زه د چا سره لاس لګوم او نه دې زما سره څوک لاس لګوي، نو ته به اوسېږې شړل شوی (یوازې پريښودل شوی)، او یقېنا شته دی ستا لپاره یوه نېټه د قیامت په ورځ چې ستا سره به حساب کیږي او تا ته به پکې سزا درکول کېږي، الله تعالی به دې له دې نېټي نه وروسته کوي، او وګوره خپل خوسي ته چې تا ترې معبود جوړ کړی و، او د دې په بندګۍ باندې ولاړ وې پغېر له الله تعالی نه، مونږ به خامخا په دې باندې اور لګوو تر څو چې ویلي شي، بیا به وغورځوو مونږ دې لره په دریاب کې تر دې چې هیڅ اثر یې پاتې نشي.