سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 104)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۱۰۴

يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ۚ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ ۚ وَعْدًا عَلَيْنَا ۚ إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ 104 ١٠٤

(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې۔، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (دا كار) كوونكي یو (۱۰۴)

تفسیر
په هغه ورځ چې رانغاړو به مونږ اسمان په شان د رانغاړلو د صحېفې (کاغذ یا سند) په هغه لېکلو چې په دې کې وي، او راجمع به کړو ټول مخلوقات د دوی په هغه شکل چې دوی پرې اول ځل پیداشوي وو، وعده کړې مونږ په دې سره وعده داسې چې هیڅ وروستوالی پکې نشته، بېشکه مونږ کوونکي یو هغه څه لره چې مونږ پرې وعده کوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ