سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 105)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۱۰۵

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ 105 ١٠٥

او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي (۱۰۵)

تفسیر
او بېشکه مونږ لیکلي وو په هغو کتابونو کې چې مونږ نازل کړي په پېغمبرانو باندې وروسته د هغه نه چې مونږ ليکلي وو په لوح محفوظ کې: بېشکه زمکه چې ده مالکان کیږي به د دې د الله تعالی نېکان بندګان هغوی چې عمل کوونکي دي د هغه په تابعدارئ، او دوی د محمد -صلی الله علیه وسلم- امت او ډله دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ