سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۱۰

لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 10 ١٠

یقینًا يقینًا مونږ تاسو ته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو ذكر (او عزت) دى، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟ (۱۰)

تفسیر
یقېنا مونږ نازل کړی تاسې ته قرآن کریم په دې کې ستاسې عزت او فخر دی که چېرته تاسې په دې باندې ایمان راوړ، او په هغه څه مو عمل وکړ کوم چې په دې کې دي، آیا تاسې په دې نه پوهېږئ، نو د یو بل نه مخکې والی وکړئ په دې باندې اېمان ته، او عمل کولو ته په هغو احکامو چې په دې کې دي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ