سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 18)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۱۸
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ ۚ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ
بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ (۱۸)
تفسیر
بلکې مونږ وېشتل کوو په هغه حق سره چې مونږ په هغه سره خپلو پېغمبرانو ته وحي کوو په باطل د کفر والاو باندې نو دا هلاک کړي او وران یې کړي، نو په دغه وخت کې د دوی باطل ختمېدونکی دی، او ستاسې لپاره -ای عقېده لرونکو په نېولو د الله تعالی ښځه او بچې لره- هلاکت دی ځکه چې تاسې الله تعالی ته هغه صفتونه بیانوئ چې د هغه سره مناسب نه دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: