سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۲۶

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَٰنُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۚ بَلْ عِبَادٌ مُكْرَمُونَ 26 ٢٦

او دوى (كافر) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي (۲۶)

تفسیر
او وایي مشرکین: الله تعالی د ځان لپاره ملاېکې لورګانې نېولي، پاک دی الله تعالی د هغو دروغو نه چې دوی یې وایي، بلکې ملاېکې د الله تعالی بندګان دي، عزت ورکړی شوی دوی ته د الله تعالی له طرفه، او هغه ته نږدې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ