سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 29)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۲۹
وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَٰهٌ مِنْ دُونِهِ فَذَٰلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ
او په دوى كې چې څوك ووايي چې بېشكه زه له هغه (الله) نه پرته معبود یم، نو دغه دى چې مونږ ده ته (د) جهنم جزا وركوو، همداسې مونږ ظالمانو ته جزا وركوو (۲۹)
تفسیر
او فرضا که چېرته د ملاېکو نه څوک داسې ووایي: بېشکه زه حقدار د بندګۍ یم پرته له الله تعالی څخه، نو یقېنا چې مونږ به ده ته سزا ورکوو په دې خبرې سره په عذاب ورکولو سره په جهنم کې د قیامت په ورځ همېشه به وي په دې کې همېشه، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې ظلم ئې کړی په کفر او شرک کولو سره په الله تعالی باندې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: