هر یو نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ (۳۵)
تفسیر
هو یو نفس مؤمن او کافر خامخا څکونکی دی مرګ لره په دې دنیا کې، او مونږ ازمېښت کوو په تاسې -ای خلکو- په ژوند د دنېا کې په تکلېفونو او نعمتونو او عذابونو، بیا وروسته د مرګ نه به یواځې مونږ ته تاسې راګرځئ نه بل چا ته، نو خامخا بدلې به درکوو ستاسې په عملونو.