سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴۰

بَلْ تَأْتِيهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ 40 ٤٠

بلكې دا (قیامت) به په دوى ناڅاپه راشي، نو دوى به حیران كړي، بیا دوى د هغه د لرې كولو طاقت نه لري او نه به دوى ته مهلت وركاوه شي (۴۰)

تفسیر
نه به راځي دوی ته دا اور چې دوی ته پرې عذاب ورکولی شي په داسې حال کې چې دوی ته به پته وي، بلکه ناببره به ورته راځي، نو دوی به یې د ځانه د اړولو توان او طاقت نه لري، او نه به دوی وروسته کېدلی شي تر دی چې توبه وباسي نو دوی ته به مهرباني او رحمت ورسېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ