سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴۶

وَلَئِنْ مَسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ 46 ٤٦

او كه یقینًا دوى ته ستا د رب له عذاب نه لږ تپ ورسېږي، (نو) دوى به خامخا لازمًا وايي: اى زمونږ هلاكته! بېشكه هم مونږ ظالمان وو (۴۶)

تفسیر
او که چېرته ورسېږي دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته څه برخه ستا د رب د عذابه -ای پېغمبره- نو خامخا په دغه وخت کې به وايي: ای هلاکته او تاوانه زمونږ، بېشکه مونږ وو ظالمان د الله تعالی سره په شرک کولو او په دروغ ګنلو سره هغه څه لره چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ