سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴۷

وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا ۖ وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ 47 ٤٧

او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو (۴۷)

تفسیر
او د انصاف تلې د قیامت په ورځ د دې لپاره ږدو چې د دوی عملونه پرې وتلل شي، نو ظلم به نشي کېدلی په دغه ورځ په هیڅ یو نفس باندې په کموالي د نیکیو د هغه او یا په زیاتوالي د بدیو د هغه، او اګر که دا تلل کیدونکی شی ډیر لږ هم وي د اوري د دانې په اندازه نو هم به یې مونږ راوړو، او بس یو مونږ حساب کوونکي حسابوو عملونو د بندګانو زمونږ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ