سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴۸

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَىٰ وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاءً وَذِكْرًا لِلْمُتَّقِينَ 48 ٤٨

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى او هارون ته فرقان (حق او باطل سره بېلوونكى كتاب) او رڼا او د متقیانو لپاره ذكر (نصیحت) وركړى و (۴۸)

تفسیر
او بېشکه مونږ ورکړی و موسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی و په ما بین د حق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی د هغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویرېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ