سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 4)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
21
الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۴
قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۴)
تفسیر
پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل: رب زما پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې پټوئ، نو هغه پوهیږي په هره یوه وینا چې وتونکي وي د ویونکي نه په اسمانونو او په ځمکه کې، او هغه ذات ښه اورېدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په عملونو، او خامخا به ورله پرې سزا ورکوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: