او دا (قرآن) مبارك نصیحت دى چې مونږ دا نازل كړى دى، ایا نو تاسو له ده نه انكار كوونكي یئ (۵۰)
تفسیر
او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی د هغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، د ډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې د دې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟!