سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۶۵

ثُمَّ نُكِسُوا عَلَىٰ رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَٰؤُلَاءِ يَنْطِقُونَ 65 ٦٥

بیا دوى په خپلو سرونو نسكور كړى شول (ويې ویل:) یقینًا یقینًا ته پوه يې چې دا (بتان) خبرې نشي كولى (۶۵)

تفسیر
بیا دوی راوګرځېدل خپل ضد او عناد ته، نو ویې وېل: یقېنا تا ته ښه معلومه ده -ای ابراهېمه- چې دا بوتان خبرې نشي کولی، نو ته څنګه مونږ ته واېې چې مونږ ترې پوښتنه وکړو؟ دوی دا غوښتل چې دا خو د دوی لپاره دلېل دی، نو هغه په دوی باندې دلېل شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ