سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۶

مَا آمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا ۖ أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ 6 ٦

ایمان نه دى راوړى له دوى نه مخكې هېڅ یو داسې كلي، چې مونږ هغه هلاك كړى، ایا نو دوى به ایمان راوړي؟ (۶)

تفسیر
ایمان نه دی راوړی مخکې د دوی نه د هیڅ یو کلي والا چې د معجزو غوښتنه یې کړې وه نو هغوی ته هغه معجزې ورکړل شوی لکه څرنګه چې هغوی غوښتلې وې، بلکې هغوی ته یې نسبت د دروغو وکړو نو مونږ هلاک کړل، نو آیا دا خلک به ایمان راوړي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ