سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 74)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۷۴

وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ تَعْمَلُ الْخَبَائِثَ ۗ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ 74 ٧٤

او لوط ته۔، مونږ هغه ته د فیصلې كولو قوت او پوهه وركړې وه او مونږ هغه ته له هغه كلي نه نجات وركړى و چې ناپاكه خبیث عملونه يې كول، بېشكه هغوى د بدۍ خلق (او) نافرمانه وو (۷۴)

تفسیر
او لوط ته مو ورکړی وو علم د پریکړې کولو په منځ د جګړه مارو کې، او د هغه د دین په کار مو ورته پوهه ورکړی وه، او بچ کړی مو وو د هغه عذاب نه چې کوم مو د هغه په کلي (سدوم) باندې نازل کړی و، هغه کلی چې خلکو یې بدکارۍ ته راتلل کول، بېشکه دوی وو قوم فسادیان وتونکي د خپل رب د تابعدارۍنه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ